افغان لاس تړلي ملت ،سوړژمي اوبي رحمه واکمنان
          انجنير   سيد عبدالقادر   انجنير سيد عبدالقادر

عيش اونوش کړي  په  قصروکي  دملت  واکمنان

ارګ ته نيژ دي څيري خيمو کي وږ ي ، لڅ ماشومان

څنګه وجدان څنګه افغان  څنګه دوي کړي ارام

بس کي دا ظلم وشرميږ ي   بیا به  وکړي   ارمان

 

 

 

 

هر ه ورځ دافغاني جمعي رسانو له لاري  ځېنې خبرونه دکابل ، هرات ، بادغيس ، بدخشان ، سمنګان ، هلمند ، خوست اويوتعدادنورو ولايتونوڅخه دډيروواورو داوريدو  په هکله     چه    خپريږ ي ،  په واقعيت کي هر افغاني سالم وجدان ته داسي يو تکان ورکوي ، چه دفعتا دځان سره په داسي يوفکر کي لويږي ، چه زه ددي غريبو په  وړاندي دکوم مسؤليت خاوند يم ، اوڅه بايد وکړم : 

ولي په دي تصويري رسانو کي دواوري داوريدو په حالت کي داسي بي وزله لڅ سر ، لڅي پښي  ، په نس وږي ماشومان  چه ميندې يي  په نازکو پوړنوکي ، زاړه اوځوانان يي په څيروجاموکي  دزړو ، څيرو خيمو وڅنګ ته ولاړ وه ، سړو ريږدول ماشومان يي په ژړا اودوي دوچي ډوډي ، يوه کمپل اوديوي خيمي غوښتنه کول . په داسي حال کي چه داغريب اوبي وزله ماشومان اوميندي يي په دي نه پوهيږي چه ددوي مور  يعني ( وطن ) دخپلو اولادونودپاره هرڅه په خپل غيږ کي لري ، ولي متاسفانه چه نن دامريکا تر مشري لاندي دناټوبي رحمه ځوا ک ديرغل په زوراودامريکا تر رهبري لاندي    په اصطلاح جهاني ټولني هرڅه دوطن دغيږي څخه اخستي اود خپلو لاس پوڅوسره  يي خپل ترمنځ   داسي  په سخاوت مندانه ډول   تقسيموي ، چه خپلو څانونوته هم لويه ونډه تر لاسه اوپه راتلونکي کي هم په دي وطن کي يو ګوډاګي ودوي ته وفاداره دولت مستقر  کړي .

ولي  په دي سړو یخنيو کي  دافغانستان متکبيره  اوپه  در غليو متهمو واکمنانو ددي غريب ملت په وړاندي  چه دداسي يوي طبعي پيښي سره مخامخ دي هيڅ نوع احساس دمسؤوليت يي ونه کړ.  حتي جمهور ريس محترم کرزي هم دخپل ملت ددي بي وزلودنجات   په هکله هيڅ نوع لارښوونه واړونده چارواکوته نه ده کړي .داځکه چه هره ورځ دجمعي رسانو له لاري دخلګو شکايتونه ددولت دچارواکو په هکله اوريدل کيږي . داسي معلوميږي چه ده هم په خپلوغوږو کي امريکايي پنبه ايښي دي ، داځکه   چه دبي وزلواوغريبو ماشومانواوميندو آ واز ونه نه ا  وري ،   اودملت په لومړي لمبر قصر کي خپل دخوښي اوخوشحالي شپي اوورځي تيروي  . ځکه که دملت دمشکلاتواوهغه ناخوالو څخه ځان خبر کړي نه ويل کيږي ، چه دامريکا تر رهبري لاندي دغه کوچني جهاني ټولنه ځني خوابدي نه سي .   اودده دغه پياوړي چوکي ته دخطر زنګ ورنيژدي نه سي . ځکه نودجمهوري   ارګ په دوه اودري کيلو متري کي داسي افغاني بي وزله کډوال دسړکونووڅنګ ته په څيروخيموکي ددوبي په ګرميو اودژمي په يخنيو کي د  منفي ۱۰ ــ ۲۰ درجو په سړه هوا کي خپلي شپي اوورځي داسي تيروي ،  چه د اوليه غذايي موادو دسختو  نيستيو سره  لاس اوګريوان دي  . اوډيروفاميلونوخپل کوچنيان اوزاړه دغذايي موادو دکمښت اودډيري يخني له کبله له لاسه ورکړي دي . حتادهرات په يوه ولسوالي کي دغذايي موادودنيستي له کبله خپل ددوومياشتوګران ماشوم په دوه زره افغاني وپلوري .( چه دکابل داريانا دټلويزيون په صفحه دجنوري په ۱۷ نيټه هم ښکاره سوو )ولي دابي احساسه دملت واکداران  حتي خپل  ځانونه هم په دي نه خبروي ، داځکه چه دوي خپل خانونه دملت په وړاندي مسؤل نه بولي دوي فقط دامريکا په وړاندي خپل مسؤوليت احساسوي . داځکه چه دوي پوهيږي چه زموږ تقرر اوبرطرفي صرف دامريکا په لارښوونه سرته رسيږي  اوبس      . 

ولي   برعکس دکابل په ښار کي غريبو کډوالو ته نيژدي دشير پور دقهرماني سيمي په منځ کي يوتعدادلويوجنګ سالارانواودامريکا يي ډموکراسي  پلي کوونکي تيکنوکراتانو دناټودبي رحمه ځواک په زور سره دملت په شتمنيو باندي داسي څوپړي ښکلي قصرونه جوړ کړي دی ، چه په اروپا کي يي هم سياري نه ليدل کيږي . چه ځيني دخپلو کورنيو سره يو ځاي عيش اونوش پکښي کوي ، او ځينوبيادغه په نامه  خپل قصرونه خارجي موسساتوته ترديرش زروډالروپوري دمياشتي   په کرايه ورکړي دي . داځکه چه ددوي محترمي کورني په امريکا ، اروپا ، اوډوبي کي ددي غريب ملت په شتمنيو باندي   خپل عيش اونوش کو ي . او دوي نسي کولايي چه  دکابل په اوسنيوبدوامنيتي حالاتوکي خپلي مستۍ وکړي .

په داسي حال کي چه په کابل اوځينو ولاياتو کي کډوال اوبي وزله په زرګونو کورني دبيکاري اونيستي له کبله ماشومان يي لڅ سر او لڅي پښي په واورواويخنيو کي شپي اوورځي تيروي ولي دافغانستان د دولت اړونده چارواکو  دملي ټلويزيون له لاري يوه اعلاميه ديخني څخه دساتلوپه منظور خپره کړل . چه ځيني ټيکي يي په لاندي ډول دي : دټولوکورنيو څخه يي هيله کړي ده چه خپل ماشومان په دي يخنيو کي په ژمني لباس پټ اوقوي ويټامينونه ورکړي ، اودباندي يي پري نږ دي .

دافغانستان دملت واکمنانو ؛

اياتاسونه سي کولايي چه يوځل  دخپلوقصرونوڅخه په کړکيوکي  او يا دخپلو هغه ضد مرمي موټرانو له هينداري څخه کوم وخت چه ددفتر په لوري روان ياست   دابي وزله ماشومان ،  ښڅي ،  زاړه  اوځوانان لڅي پښي په دي سړو يخنيو کي وګوري ؟

ايا تاسو ددي لاس تړلي ملت په وړاندي کوم اسلامي اوانساني مسؤليت احساسوي ؟

معلومه خبره ده چه تاسو هيڅ کوم جواب دملت په وړاندي نلري . ځکه نوملت هم بايد ستاسو لاس پوڅوڅخه هم دنورولويوجنګ سالارانو په څير کومه توقع  ونلري . ملت بايد صبروکړي ځان يو موټي کړي اوخپل حق بايد په خپل زور واخلي . 

نوټ :     وړانديز :   دټولو وطنپرستو او خپل غريب ملت  مينو افغانانو څخه  چه دوطن څخه بهر ژوند کوي ،  هيله کيږي چه  په دي ساړه ژمي کي دخپلو غريبو وطنوالو سره دخپل وس په اندازه مادي مرسته و کړي څودي غريبواوبي وزلو ته مو  دپاک خداي ( ج  ) په امرسره   نجات ورکړي  وي . 

داکومک بايد ژر ترژره دځينو افغاني ټولنو اومستقيلو اشخاصو په ذريعه جمع اوري اوددغو کډوالو پر ادرسونو باندي دبا احساسو کسانو په ذريعه  انتقال اومستحقينوته وويشل سي .

چه په دي کار سره  به   مو پاک خدا ي ( ج) ، محمد (ص ) اوملت خوشحاله کړي وي .    

په احترام

 

 


January 21st, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات